Download from ketabton com Download from ketabton com 1 Download from ketabton com کتاب پیژندنه ||||||||||||||||||||||||||||||||||||| د کتاب نوم د ارغنداب د څپو ژبه ویناوال د لوی کندهار شاعران م کال ۱.
Download from: ketabton.com Download from: ketabton.com 1 کتاب پیژندنه ||||||||||||||||||||||||||||||||||||| د کتاب نوم :د ارغنداب د څپو ژبه ویناوال :د لوی کندهار شاعران د چاپ کال ۰۸۳۱ :ل ــ ۱۱۱۰م کال Download from: ketabton.com 2 پښتو يون " پښتو يون" د پښتني هڅوب ،پښتو ژبې او پښتني ارزښتونو د ځلولو ،خپرولو او پاللو لپاره په مينه او تلوسه لېڅې رانغښتي او د پښتو د زړو متنونو ،نويو اديب پنځونو ،څېړنو او ځېرنو چار پرمخ بيايي او په دې الر كې درانه او شمېريل ګامونه اخيل. دا دي د څو زړو متنونو تر خپرولو او د څو څېړنيزو نښېرونو(اثارو) تر وړاندې كولو وروسته د لوى كندهار دځوانو رېشيانو(شاعرانو) ژوندپاڼه چې ددوى ژوندليك او وينا په كې راغونډ شوي او د ځوان پښت روڼ انده او خواريكښ ليكوال ښاغيل صالح محمد صالح كار پرې كړى او پر راغونډولو يې زيار ګالىل ،وړاندې كوي. دا ځوان توكم د اورونو او لنبو په منځ كې رالوى شوى او د دردونو او كړاوونو ترخې كيسې يې د پاړكو په خولو كې دي. هيله ده تاسې يې په مينه ولولئ ،د دوى پر تلوسو ،هيلو او خاورې شويو اميدونو ځان خرب كړئ او د يوه ګډ يون له الرې خپل هېواد او هېوادوال له دې كړاومن ژوند او چاپېر څخه راوباسئ. زموږ له دردمنو او خوږمنو پښتنو څخه هيله ده چې له دې يون رسه مله يش او په خپلو هراړخيزو مرستو مو وملانځي. په درنښت لطيف جان باىب د "پښتو يون" مرش فراكوى ،نيويارك ،امريكا 2001م كال Download from: ketabton.com 3 څپه_څپه ښايست لوى كندهار كه له يوې خوا د ارواښاد عالمه عبدالحى حبيبي ،عبدالروف بېنوا ،اكاډميسني پوهاند عبدالشكور رشاد او په څېر د درنو پوهانو زانګو ده ،نو له بله پلوه دشمس الدين كاكړ او عبدالرحيم هوتك په څېر د ګڼو سندربولو توتيانو هغه ځاله هم ده ،چې د همدې"ښايسته كندهار" په لرېوايل كې يې ډېرې سوې ترانې ويلې دي. د اور او وينو توپان لكه د نور افغانستان په څېر د عبدالرحيم هوتك "ښايسته كندهار" هم لوټې لوټې كړ ،خو " كه كوټه وسوځېده نو دېوالونه يې پاخه شول". څو كاله مخكې راته ښاغيل الل پاچاازمون په ننګرهار كې د كندهار د ځوانو شاعرانو دومره ستاينې وكړې ،چې زه يې د دوى د ليدلو لېوال كړم او چې كله مې د دوى د څو تنو ځوانو شاعرانو وړه تذكره(پر للمه اوري بارانونه) ولوستله ،نو پوه شوم چې دماللۍ دټپو په كيل كې ال د تورې له رشنګ رسه د نغمو نرى ترنګ هم ملګرى دى. بيا چې يو وخت كندهار ته الړم ،نو د محمديار ،هڅيال اوصالح په دېره كې مې په لسګونو ځوان او نوښتګر شاعران وپېژندل ،دوى ټول له ظاهري بڼې ډېر ساده او كليوال معلومېدل ،خو په باطن كې يې هر يو په معنوي سينګار ښكىل و ،په سرتګو كې يې سړى له ورايه شاعرانه ولولې ،مستې مينې او يو ډول وركې مايوسۍ لوستالى شوې. د لوى اخرت پر لومړۍ ورځ په پېښور كې د هيلې مجلې دفرت ته الړم ،غوښتل مې چې ښاغىل صالح محمدصالح وګورم ،نوموړي هغه ورځ هم پر همدې تذكرې كار كاوه ،تر اخرت مباركۍ وروسته رسه كښېناستو ،هغه راته د دې تذكرې يو يو شعر په خوند خوند لوسته او ما ورته غوږ ايښى و ،د شعرونو اورېدل دومره خوند راكړ كه نور مېلامنه په دفرت نه واى راننويت ،نو نږدې ټوله تذكره به مو لوستله. د دې تذكرې د شاعرانو يوه لويه ځانګړتيا دا ده چې ډېر يې د ملبو سيوري ته رالوى شوي او د خپل كور و كيل د ورانېدو غمجنوونكې ننداره يې له نږدې څخه كړې ده ،د دوى په هرن كې صداقت او رښتينويل له ورايه برېښي او همدې تويك يې هرن ښكىل كړى ،ځكه خو يې د افغاين ادب رښتيني استازي بلالى شو. صالح محمدصالح چې څښنت يې په ګوتو كې ډېر ښكيل هرنونه ايښي دي ،د همدې ځوانانو استازى هرنمند شاعر او ليكوال دى د هغه هرنمندو ګوتو كه د ښكلو انځورونو ،خوږو شعرونو او په زړه پورو ليكنو وړتيا درلوده ،نو اوس د كمپيوټر له تڼيو رسه هم اشنا دي. زه خپل دغه ملنګ هرنمند دوست ته ددې تذكرې د خپراوي له كبله مباريك وايم ،خداى دې دده په ګوتو كې نور هم بركت كړي چې د "مست ارغند" د مستوڅپو په څېر ښكالوې رامنځته كړي او ويې ځلوي. ګران صالح ته د يو روښانه راتلونيك په هيله خپلې خربې رالنډوم. Download from: ketabton.com 4 په مينه او شاعرانه ولولو اجمل اند 1380ل كال پرسىل Download from: ketabton.com 5 "د دې غره خټك به واړه شاعران يش" په دې وروستيو دوو درېيو كلونو كې كتاب خپرول او ليكل په بېساري ډول ډېر شوي دي په پېښور كې به داسې اوونۍ نه وي چې دوه درې كتابه دې په كې خپاره نه يش ،دا خپرنيز بهري دومره ګړندى دى چې څوك ډېرځل د كتابونو په مطالعې پسې هم نه يش رسېدى. كله چې هېوادمېشتي ليكوال يو څه ذهني سكون او اروايي ډاډ تر السه كړل ،نو د تېرو غميزو او پېښو دليكلو او خوندي كولو لپاره ورته ډېر خام مواد پراته وو او دې ته يې ډېره اړتيا نه درلوده چې خپله ټاكل شوې موضوع له هرې زاويې څخه په ژوره توګه وڅېړي ،ځكه ګڼ شمېر تاريخ كښونيك همدا راز دسيايس پېښو ليكوال په عميل ډول په دې پېښو كې ورګډ وو او هر څه يې د رس په سرتګو ليدل د سيايس او نظامي خاطرو ليكواالن هم همداسې درواخله چې كتابونه يې د اوسمهايل خپرنيز بهري لويه او غوښنه برخه جوړوي ،پر اوس مهال پښتو او دري سيايس كتابونه دومره ډېر شوي چې سلنه يې ( )07ته اوچته شوې ده ددې ترڅنګ پښتو شعري ټولګې هم ډېرې خپرېږي او په دې ټولګو كې ځينې داسې هم شته چې د زړه په زور به يې لولې ځكه په اوس زمانه كې پيسو دومره زور او كامل پيدا كړي ،چې هرې ببواللې او منظومې خربې ته هم د كتاب بڼه وركوالى يش او اوس خو څوك ددې ډول شاعرانو مخنيوى هم نه كوي. د كندهـار اطالعاتو او كلتوررياست دوه درې كاله وړاندې په ټينګه پتېيلې وه چې د لوى كندهار(زابل ،كندهار، ارزګان او …) د شاعرانو او اديبانو يوه لويه او بشپړه تذكره خپره كړي ،نو په همدې موخه يې د يوه كال په ترڅ كې څه له پاسه د 07-56تنو شاعرانو ژوندليكونه ،شعرونه او داثارو معريف راټول كړل موږ هم ددې كار په جريان كې وو چې ټول شعرونه به د كتنې او ټاكنې لپاره كله د يوه ليكوال كور ته وړل كېدل ،كله دبل داسې هم پېښېدل چې هېچا ته به نه وه څرګنده ،نوموړي مواد له چا رسه پراته دي؟ د همدې كار په بهري كې (د 8701ل كال په لړم مياشت كې) د ښاغيل الل پاچا ازمون (پر للمه اوري بارانونه) نومې وړه تذكره چې ( )88تنه كندهارمېشتي ځوان شاعران په كې معريف شوي وو ،خپره شوه. ځينو دا هڅه ښه وګڼله او ويې ستايله ،خو ځينو ورباندې نيوكې درلودې چې يو شمېر به وروسته وشنو او ځينې يې دادي: ځينو ويل د نوموړې تذكرې پر پښتۍ ليكل شوي" دسهيل لويديځ د ځوانو شاعرانو ګډه شعري ټولګه" حال دا چې دا ګډه شعري ټولګه نه ،بلكې تذكره ده چې بايد توپري يې ويش. د څرنګوايل او څومره وايل له پلوه ددې تذكرې بڼه او كچه ددې وړ نه دي ،چې تذكره ورته ووايو ،بلكې د تذكره ليكنې دمعيار له مخې دا يوازې د تذكره ليكنې پر لوري يوه هـڅه ده. Download from: ketabton.com 6 كتاب په الس خطاطي شوى او په دې كمپيوټري زمانه كې نه ښايېدل چې دا زړې مطبوعاتې چارې راغربګې شوې واى. رسبېره پر دې يو نيم نورې لويې او وړې ګوتنيونې او نيوكې چې ځينې يې پر ځاى او ځينې يې بېځايه وې. دې وړې تذكرې په همدې څرنګوايل او څومره وايل رسه د كندهار اديب ټولنې راټولې شوې تذكرې ته سخت ګوزار وركړ ،ځكه ويل كېدل په كندهار كې همدا ( )88تنه شاعران(شاعران) وو چې هغه هم په دې تذكره كې راغلل اوس نو موږ ته هم اړتيا نه شته چې د خپلې دې لويې تذكرې دبشپړولو او خپرولو لپاره نوره هڅه و هاند وكړو. كه چېرې د كندهار اديب ټولنې له خوا د يوه منظم پالن له مخې دا چارې د يوې معياري او په تول پوره تذكرې لپاره يوه مسليك او لږ تر لږه داسې كس ته سپارل كېداى ،چې دې كارته لېواله واى او په دې الركې يې د منډو ترړو توان او وس درلوداى ،خپل ټول مرصوفيتونه يې پرېښي واى او د څه مودې لپاره يې پر همدې تذكرې كار كړى واى ،ګټه به يې پاموړ ختله او له هره اړخه به ډېر غوره و همدا ډول د پخو او كمزورو شاعرانو ډلبندۍ ته همغه وخت پاملرنه په كار وه. تر دې تذكرې وروسته پر همدې مياشت د ښاغيل نوراحمدقرا ّمنل له خوا(اديب ډېوه) نومې ( )55مخيزه تذكره خپره شوه ،چې په هغې كې هم ( )73تنه مړه او ژوندي شاعران معريف شوي وو ،خو نوموړې تذكره د يوشمېر طباعتي او ځينو نورو نيمګړتياوو له كبله د ليكوال له خوا بېرته ټوله شوه. لكه وړاندې مو چې د (پر للمه اوري بارانونه) پر تذكرې شويو نيوكو ته اشاره وكړه يو شمېر شاعرانو چې په دې كتاب كې راغيل وو ،پر دې خربې هم سخته نيوكه كوله چې زموږ د شعرونو رسليكونه وربدل شوي او يا هم زموږ خپله ځانګړې ژبه بدله كړل شوې ،چې دا كار هم د تذكرې په نيمګړتيا كې شمېرل كېده او ډېر كسان ورته په غوسه وو. وايي :خولې ډېرې دي خو د خربو اترو ژبه يوه ده ،نو كه په اديب ډګر كې هر څوك له ځانه يوليكدود او ليكالر رابايس او له اړتيا پرته يې پر نورو د منلو هڅه كوي ،يا هم غواړي چې يوازې خپله لهجه د قلم په زور له كومو اصولو او ارزښت پرته پر نورو وروتپي ،ګومان كوم په ژبنۍ او بيا د يوې معياري لهجې د رامنځته كېدا او ځواكمنېدا په برخه كې به لويه ستونزه رامنځته كړي څرنګه چې هره سيمه ځانته لهجې لري ،كه د همدې سيمو ليكواالن په ليكوالۍ كې خپلې خپلې لهجې وكاروي ،بيا خو هر سړى دې ته مجبورېږي چې يوازې د خپلې سيمې د ليكوالو ليكنې وګوري ،چې دا النجه او ربړه به د هرې ورځې په تېرېدو رسه نورې هم اوږدې او لويې يش له بده مرغه ددې ربړې د ا ّوارۍ پر ځاى ځينې ښاغيل د ژبې د ويونكو د "اكرثيت" او "اقليت" خربه رابرسېره كوي ،چې ددوى په اند بايد دهمدې معيار له مخې دې د لهجو په برخه كې پرېكړه ويش. Download from: ketabton.com 7 كله چې مې ددې تذكرې لپاره مواد برابرول ،نو ځينو ښاغلو همدا ټينګار كاوه چې د شعرونو په :سو(شو) ،د(له)، وكئ(وكړ) او داسې نورو تورو كې به الس نه وهې ،دا مې هم واورېدل چې ځينو ليكوالو له دې كبله له ځينو خپرونو رسه خپله قلمي همكاري بنده كړې ،چې د خپرونو د چلوونكو له خوا يې د ليكنې په ژبني جوړښت كې السوهنه كېږي او د هغوى سيمه ييزه لهجه معياري كوي د ډېرې خواشينۍ ځاى دى چې داسې وړې خربې مو د لويو ليكوالو له ګوتو څخه قلم راپرېبايس او له اديب و فرهنګي ډګر څخه يې پردي كوي. زه پرخپل وار له دې ښاغلو څخه عذر او بښنه غواړم چې ومې ونه كړاى شول په دې تذكره كې د هغه معيار له بريد څخه واوړم چې تر ما وړاندېنيو لويو ليكوالو ټاكىل ،مراعات كړى او منىل دى. په دې تذكره كې د ښاغيل الل پاچا ازمون(پر للمه اوري بارانونه) پر لسوتنو شاعرانو رسبېره ( )18تنه نور شاعران هم راغيل چې دا دي د لومړي ځل لپاره معريف كېږي. كه څه هم په دې هـڅه كې وم چې د نويو شاعرانو شمېره ډېره يش او په دې برخه كې مې ترخپله وسه او امكاناتو ډېر زيار هم واېست ،خو ددې لپاره چې د كتاب دبېځايه لويوايل مخنيوى ويش ،ځينې نوي شاعران مې بلې تذكرې ته پرېښودل ،ځكه هغوى په ډېر ابتدايي حالت كې وو او اليې د خپل پرمختګ لومړين پړاوونه وهل. په دې كتاب كې د "للمې" له شاعرانو څخه د ښاغيل عبدالله هرنمل شعرونه تكرار راغيل ،ځكه نوموړي اوس له ليكوالۍ او شاعرۍ څخه الس پر رس شوى او نوې پنځونې وررسه نه شته ،نور نو هڅه شوې چې د ټولو شعرونه نوي وي. د ښاغلو :اميد ،جرس ،پتيال ،صميميار ،پېژاند ،مني ،څارن او … په څېر نور تنيك او ځوان شاعران به هم وپېژنئ چې د عمرونو په انډول يې شاعري ډېره مرشه او پخه ده ،تاسې به يې په خپله هم وارزوئ. ځينې داسې شعرونه به هم ولولئ چې د شاعرانو له لومړنيو تجربو څخه دي ،خو كېدى يش دا شاعران تر پايه همداسې پاتې نه يش ،ځكه ،كله چې د ()8700ل كال د وري پر مياشت كندهار اديب ټولنه پرانيستل شوه ،تر دې مهاله يې د همدې ځوانو او هوډمنو شاعرانو په بركت اوږده پړاوونه ووهل ،كه ددې ټولنې د شاعرانو د لومړي رس شاعري له اوسنۍ هغې رسه پرتله كړو ،لوى بدلون په كې تر سرتګو كېږي ،چې دا په خپله ددې پرمختګ او بري پخىل كوي. تر دې تذكرې وروسته په پام كې ده ،ددې تذكرې په بل ټوك كې هم د لوى كندهار شاعران رايش. په كندهار كې پردې شاعرانو رسبېره ډېر نور پياوړي وليس شاعران هم شته يا وو ،چې تر اوسه چا نه دي پېژنديل. د ځوانو ،زړو ،مړو او ژونديو وليس او نيمه وليس شاعرانو ډلبندي او بېلول هم ډېرو امكاناتو او وخت ته اړتيا لري، نو پر اوس مهال مو لويه هڅه دا وه چې ددې سميو شاعران يو ځل له هېرې او وركاوي څخه وژغورل يش ،منظمول، Download from: ketabton.com 8 اوډون او ډلبندي يې په دويم چاپ كې تررسه كېدى يش په كندهار واليت كې له ډېرو شاعرانو او ادبپالو رسه دګڼ شمېر ناپېژندل شويو لرغونو شاعرانو او ليكوالو ژوندليكونه ،ناخپاره شوي شعرونه او نور اثار خوندي دي ،چې د همدې ښاغلو په واك كې دي او تر اوسه پورې نه دي رابرسېره شوي كله چې مې له دغو ښاغلو رسه وكتل او د ځينو شاعرانو د پېژندنې او ځينو شعري بېلګو غوښتنه مې ترې وكړه ،له دې كار څخه يې معذرت وغوښت او نه يې هم رارسه پر تبادل ې موافقه وكړه ځكه دوى ويل :دا مواد په موږ پورې اړه لري او خپل ځاين مال مو دى له دغو ښاغلو څخه يوه دا خربه هم ياده كړې وه چې ":ماڅوارلس كاله پوهنتون ويىل او په كتاب خپرولو او ليكلو كې ډېرې تجربې لرم زه دا مواد څنګه يوه واړه هلك ته وركړم؟!!". د فرهنګي او اديب برخو د پرمخيون او غوړېدو لپاره په فراه ،نيمروز ،هلمند ،كندهار ،ارزګان ،زابل او… واليتونو كې داديب ټولنو جوړول ،د راډيوګانو فعالول او دكتابتونونو پرانيستل رضوري ټيك دي په فراه او نيمروز واليتونو كې دا اړخونه ډېر كمزوري دي ،د بيارغونې اوسمونې په برخه كې يې هڅو څه نتيجه نه ده وركړې په هلمندواليت كې (هلمند) مياشتنى اخبار خپرېږي ،چې دڅرنګوايل له پلوه ډېر وروسته پاتې دى كتابتون په كې شته چې تر()6-1 زرو ټوكو زيات بېالبېل كتابونه په كې خوندي دي ،خو تر هغه ځايه چې ماته معلومات شته ،په مياشتو مياشتو خلك نه ورځي او ورځي هم نو د څومره وايل له پلوه ډېر لږ دي راډيو يې په دې وروستيو مياشتو كې فعاله شوې چې د ورځې يو ساعت خپرونې كوي ،خو بيا هم مسليك كسان په كې لږ دي او دا يو ساعته خپرونه هم په ستونزو او كړاوونو رسه ورته برابرېږي په ارزګان كې هم دا ډګرونه ساړه دي او له نورو واليتونو رسه يې هم اديب او فرهنګي اړييك غوڅ دي په زابل واليت كې هم دا هڅې سړې دي ،خو په نورو واليتونو كې ددې سيمو ځينې مېشت فرهنګپال او فرهنګيال كرار نه دي ناست ،بلكې ترخپله وسه كاركوي كه چېرې هر هېوادمينى شتمن افغان ددې واليتونو فرهنګي بيارغونې او سمونې ته پام وكړي او په دې برخه كې خپله همكاري ونه سپموي ،نو ډېر لوى مثبت بدلون به په كې رامنځته يش ،چې نورو واليتونو ته به يې هم ګټې ورسېږي. څرنګه چې كندهار دخپل لرغونتوب له مخې په خپله زرغونه ملن كې ګڼ شمېر اوچت او پياوړي شاعران روزيل او ټولنې ته وړاندې كړي دي او طلوع افغان ورځپاڼه ددې واليت دمېشتو اديب او فرهنګي مينه والو په ذهني خړوب كې ډېر مثبت اغېز لرىل دى ،خو دا خپرونه ددې واليت په كچه وړه او نا څيزه ده ،ځكه دا خپرونه ټولې سيمې ته نه رسېږي او اړييك هم محدود دي ،د جګړو له كبله هم ددې ډول خپرونو وېش محدود پاتې شوى او تر مينه والو او لېوالو پورې نه دي وررسېديل كندهار مجله هم په لومړي رس كې ښه په خوند او درز رسه خپرېده او په اديب او فرهنګي ډګر كې يې لوى بدلون رامنځته كړى و ،دې خپرونې هم ګڼ شمېر ليكوال او شاعران وروزل ،خو كله چې دا خپرونه ودرېده دا راټوكېدلې هيلې هم نيمګړې پاتې شوې ،ورو ورو د ولس له ذهنونو څخه هم د نوموړو نويو راټوكېدلو شاعرانو دشعر وږمې ووتې ،يو وخت داسې مهال راغى چې ټول شاعران پټ پاتې شول او هر يوه خپله شاعري يوازې له ځان رسه خوندي كوله ،په دې لړ كې له ځينو پرته ډېرو شاعرانو دېوانونه وكښل او په نرث كې يې Download from: ketabton.com 216 خدايزده كوچۍ ده كه له غرونو راغله نرمه شپېلۍ وهي شپنه يش څپه وررسه ملې وي سندريزې وږمې ترنګ يش سېتار يش او نغمه يش څپه ځان رسه راوړي خاطرې د پرون د شكېب سرتګې او لېمه يش څپه. 1379ل كال كندهار جهادي مدرسه هجومه! كله چې راشې د يادو هجومه د تېرو تېرو خاطرو هجومه ما چې به يار ته مخامخ ويلې د هغو مستو ترانو هجومه راشه د زړه په كور كې ځاى دركوم دتېرو غشو او بڼو هجومه راځه زما د غېږ رباب شه را ځه Download from: ketabton.com 217 خود مې قبول يې په لېمو هجومه ته وفادار شوې له جانانه ځنې زموږ د وصل دشېبو هجومه څومره دې ملې وې خاطرې خاطرې د هغو هغو او هغو هجومه 1379ل كال ،زابل هله ژر شه د سعدالله سعيد زابيل په اقتفا نور مې ختمې دلته شپې دي هله ژر شه رانه تللې قافلې دي هله ژر شه دا څو كرښې مې په ياد دررسه واخله زما د مينې خاطرې دي هله ژر شه د وصال دور مو تېر شو نور به نه وي په نصيب مو شوګريې دي هله ژر شه Download from: ketabton.com 218 ستا به خال د تصور په غېږ كې واخلم د هجران ياغي څپې دي هله ژر شه نور يې وصل پر موږ كله پېرزو كېږي د رقيب بيا سرتګې رسې دي هله ژر شه لږ په مينه راته وخانده له ورايه د ديدن وروستۍ شېبې دي هله ژر شه په ژړا منزل د هجر نه لنډېږي دا د مينې سلسلې دي هله ژر شه د شكېب خو درته نور څه پاتې نه دي خړ وطن ،خايل كوڅې دي هله ژر شه. 1378ل كال. Download from: ketabton.com 219 نوري شيون ښاغىل نوري شيون دحاجي عبدالكرميخان زوى پر 8766ل كال دكندهار په شپږمه ناحيه كې زېږېدىل دى لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د كندهار په زرغونه انا تجربوي ښوونځي كې تررسه كړي او وروستني دوه ټولګي يې په ابوريحان البېروين ښوونځي كې ولوستل ،چې د ښوونځي د دوولسم ټولګي برى ليك يې پر 8706ل كال ترالسه كړ، دكورنيو اقتصادي ستونزو او يو نيم نورو خنډونو له كبله ونه توانېد چې خپلې لوړې زده كړې پيل كړي اوس يو تكړه ګنډونىك(خياط) دى او له دې الرې خپلې كورنۍ ته حالله روزي برابروي. له شعر رسه يې د ښوونځي له مهاله مينه درلوده د دوستانو او كورنۍ هڅونو يې هم د تشويق او هڅونې په برخه كې ډېر اغېز لرىل دى ،كه څه هم په اديب غونډو او ناستو كې لږه برخه اخيل خو بيا يې هم شعر ليكل او لوستل نه دي پرې ايښي شاعري يې ډېره تنكۍ او ځوانه ده ،كه د شيون مينه او لېوالتيا همداسې پاتې وو نو كېدى يش خپل ارمان ته ورسېږي ،ترډېره حده دنورو ځوانو شاعرانو له شعرونو رسه مينه لري او د طلوع افغان ورځپاڼې ،خالفت او كندهار مجلو اديب او هرني برخې په ځري رسه لويل ،له همدې كبله يې له همدغو شاعرانو څخه ډېر څه زده كړي او ال يې هم خپله مطالعه روانه ساتلې ده. دار برېښنا ميه د ورېځو په تلوار در څخه ځم منصور غوندې ځارېږم رس په دار درڅخه ځم ليال چې خپه نه يش د مجنون په لېونتوب رسې اوښكې تويومه پر دې الر درڅخه ځم د هيلو مات وزر مې په څكېدو څكېدو كې وړمه زړګى دې رامات كړى ،په فرار درڅخه ځم Download from: ketabton.com 220 ساقي جامونه راوړه د عمرو نو ميه تږى بې برخې مې پرې نه ږدې چې خامر درڅخه ځم د مينې لېوىن يم ترې خپل ځان لوګى كومه پتنګ يم د اورونو په انګار درڅخه ځم نوري چې خطا نه وځې په وعده د خپل نګار دا ځاى درته پرېږدم په بل ديار درڅخه ځم. 1379/1/4ل كال كندهار خپلوايك زموږ روح زموږ عزت دى ترېنه ځار شم حريت دى د نېكونو او پلرونو راته پاتې دا ثروت دى د افغان د قوم شهيده دغه ستا سرت شهامت دى كارنامې دې ستايل كېږي ستا مېړانه حكايت دى Download from: ketabton.com 221 مكناټن دې په غوڅ كړ د رسلوړي ژوند رفعت دى د ايوب توره ځلېږي دپرنګ پر رس افت دى حامسې دي د ماللې د هېواد نوم پرې اوچت دى دغه خاوره د زمرو ده دا ټاټوىب د عظمت دى يرغلګر به هالكېږي دا هم مينه محبت دى. تنده او بربادي مينه هم تنده وه له ځانه وته د رسابونو پر ناپايه ملن هر جلوهيل ته يې الس پړكاوه خو هلته هېڅوك هم څه داسې نه و چې وي ژوندى تر تندې Download from: ketabton.com 222 ټول په يوه ساه وو له منځه تليل كيل كورونه په ملبو سوي وو. كندهار Download from: ketabton.com 223 اخرتمحمد د لسوخته ښاغىل اخرت محمد دلسوخته پر 8786ل كال دكندهار ښار په ارغنداو سيمه كې زېږېدىل دى ،لومړى شعر يې پر 8767ل كال ويىل ،تر اوسه يې شعر ويل او اورېدل نه دي پرې ايښي او په دې برخه كې يې د رياضت "چې يوازې له نورو څخه اورېدل دي" ملن ټينګه ساتلې ده ځكه دې ښاغيل هېڅ ډول زده كړې نه دي كړي ،نه لوست كوالى يش نه هم ليكل خپل شعرونه په ټيپ ريكارډر ټيپوي ،بيا يې په بل لوستي"باسواده" سړي لييك د نوموړي ګڼ شعرونه له منځه تليل او هغه څه چې يې په ياد دي ځينې ترې ګډوډ شوي او ځينې هېر شوي دي له دې كبله پر دې نه دى برياىل شوى چې خپل شعرونه خوندي كړي. دلسوخته صيب دژوند ډېرې سړې تودې ليديل او ډېر كړاوونه يې ګاليل دي ،په ځوانۍ كې يې د هېواد بېالبېلو واليتونو ته سفرونه كړي او په ډېرو واليتونو كې بلد دى ،نوموړى د كندهار له وليس شاعرانو څخه دى ،له دې كبله، ډېر شعرونه يې وليس رنګ او څرنګتيا لري ،چې حاميس رنګ يې تر نورو زورور دى. ښاغىل دلسوخته په زړه پاك او ساده سړى دى ،د كندهار له ځوانو شاعرانو رسه مينه لري او هڅه كوي چې د كندهار اديب ټولنې په هره مشاعره كې ګډون وكړي ،د ملګرو د خوشحالۍ لپاره د شعر په ژبه ټوكې ټكالې هم كوي چې ځينې ټوكې او طنزيه خربې يې په رسو روسانو پسې هم نظم كړي ،هغه تر انقالب وروسته يو شعر ليكىل چې يو بيت يې داسې دى: هواوې خړې پړې ،د تاريخ تورې دورې دي ښادي چندانې نه شته ،پر هر ځاى دغم نارې دي همدې شاعري د ژوند ډېر كارونه ورڅخه پاتې كړي ،د دلسوخته صيب رياضت او شعري مطالعه دا ده چې له راډيو يا د ملګرو له خولو څخه شعر واوري او خپل تنده پرې ماته كړي؛ دا يې هم شعري بېلګې ،هيله ده له دې رسه د دلسوخته صيب زړه روغ و زرغون او ذهن يې نورو شعرونه ته وهڅېږي زغم چې پر رس يې د غمونو باران ويش هغه زړه چې د پښتون وي تنګ به نه يش خپل بادار ته به په هسك مغزي والړ وي Download from: ketabton.com 224 هر دښمن ته به خنجر د لړمانه يش افغانانو سبا كړي ترخې ورځې تېر تاريخ ته كه په غور نظر ويش هر جابر يې دى په يو وار پرې ايستىل سل كلونه كه تېرېږي هېر يې نه يش د خپل دين او د وطن ازادي غواړي هر افغان به شني زمرى دخپل ځنګله يش. درياب مارشوع كړ د ادب و شعر كتاب دغمونو لوى درياب ،شومل غرقاب دا دحق او باطل وېش زما قلنګ شو زه عاجز ميه او دا دى غټ حساب ته برى دحق ويلو راكړې خدايه د قيامت پر ورځ چې نه شم نا ځواب د ظامل پر ضد به واميه بيتونه هر مظلوم ته وركومه د زړه تاب دلسوخته غريب چې وايم دا بيتونه زه كچكول دروړم ستا در ته په هر باب. Download from: ketabton.com 225 جفا هغه ورځ به رايش چې ستا غوټه به يو بل شني ډېر ستا قريبان به دې خالونه دكاكل شني هغه ستا محبوبه چې و تا ته ډېره ګرانه تا به پرې خوابدي كړله ټوله قريبانه ته په عاجز پروت يې بيا هغه كاروان به بل شني ډېر ستا قريبان به دې خالونه د كاكل شني مه پرې خطا وځه چې بهار نه تېرېږي هر ګل چې بهار يش اخر بېرته خزانېږي وګوره سپېرې ځمكې ته بهار و خزان تل شني ډېر ستا قريبان به دې خالونه دكاكل شني. كندهار ،ارغنداو Download from: ketabton.com 226 صديق الله مني صديق الله مني د ښاغيل محمد نور زوى پر8760ل كال د كندهار ښار په شپږمه ناحيه (چوڼۍ) كې زوكړى دى ،تر څلورم ټولګي پورې يې زده كړه كړې او له 8706ملريز كاله را په دېخوا شعرونه لييك ،تر اوسه يې تر 867زيات قافيه وال ،ازاد او نيمه ازاد شعرونه ليكيل ،خپلې لومړنۍ شعري ټولګې ته يې "د ښكال غربګون"نوم وركړى چې ال چاپ شوې نه ده. په شعر كې يې د لرغونو شاعرانو اغېز جوت دى ،خو دا اغېز ډېر هم نه دى چې دشاعر ځاين نوښت په ځان كې ورك كړي ،بلكې شاعر د نوښت او د نوي بيان څرګندولو لپاره هڅه كوي داسې توري او تركيبونه وټايك چې د موزونوايل تر څنګ نوي وي ،غزليز او عشقي رنګ يې تر يوه حده پر اند زورور دى ،چې پر شعري ځواك يې داللت كوي ،ځكه نوموړى دا تويك د هرن په اب رنګوي او نورو ته يې وړاندې كوي( مني) مني شاعر دى چې خپله مينه يې په خپلو شعرونو كې انځور كړې ده ،كه دشعر نورې هرني بېلګې يې په غور رسه ولوستې او خپلې تجربې يې هم وررسه رشيكې كړې ،نو كېدى يش د ښكال ډېر غربګونونه يې له كالم څخه رااوچت يش او د ډېرو خلكو زړونه يې په شعرونو وتخنېږي. مني اوس په كوټې ښار كې استوګن دى ،له خپلې كورنۍ رسه د اقتصادي السنيوي په موخه خياطي كوي ،خو شاعري يې پرې ايښې نه ده د كندهار او كوټې ښار په ځينو خپرونو كې يې شعرونه راځي شاعري يې په خوند روانه ده او خداى دې وكړي چې تر پايه همداسې تانده وي. راز په خوله ويالى نه شم ،په بڼو حال درته وايم رشمېږمه اشنا! په اشارو حال درته وايم زاهده! واوره -واوره ما رشاب څښيل نه دي قسم-قسم-قسم شم ،په توبو حال درته وايم زما او د هوس تر منځه ډېرې فاصلې شته خو غم ته چې نږدې يم ،په سلګو حال درته وايم Download from: ketabton.com 227 موږ دواړه خو مطربه ځكه نه رسه پوهېږو ته وايې په نغمو ،زه په شعرو حال درته وايم دا پټ د زړګي راز چې مې له تا رسه رشيك دى نو خود به په سجدو كې په پښتو حال درته وايم د مينې افسانې مې درته ډېرې وويلې خو نن به په غزلو ،په ټپو حال درته وايم ويىل درته هېڅ نه شم مني ښكىل بېدرېغه په ډېرو وسوسو ،په اندېښنو حال درته وايم. كندهار يون د مستو ټپو غېږ كې تر دورانه پورې الړم و خيال رارسه مل ،تر خپل جانانه پورې الړم ارمان و ،لېونتوب و ،د ځوانۍ په تصور كې بېباكه بې پروا چې تر زندانه پورې الړم د اوښكو د څك غوندې زما ژوند هم مظلوميت و هوس نه مې زړه بل و ،تر خپګانه پورې الړم نه اور ،نه اوبو مړ كړم ،خپل ضمري مړ كړم په خپله چې بېل شوم زه له ځانه او تر ځانه پورې الړم د چا د خوښۍ واك به و ،رضور زما پرهيلو اميد رسه مې ټيټ رس چې تر شانه پورې الړم فكرو كې لوبېدمه د شاعر ذهن پرغويل Download from: ketabton.com 228 چې ښكىل شان غزل شوم ،تر زبانه پورې الړم خواهش انځور -انځور و "مينه" د ديدن مې د يار رخسار طبيب ته تر در مانه پورې الړم. رنګ د فلك غېږكې د ستورو يو تربله رسه جنګ دى د شفق په وينو باندې د سپوږمۍ سپني رخسار رنګ دى د بڼو حبيش پوځ دې كړ تيار يو مظلوم زړه ته دا انصاف ستا د الفت دى او كه دا پښتو او ننګ دى؟ چې فرياد وكړه حمله نن بيا دذهن پر وطن مې اسوېيل كاندي هجرت اوس ترې رباط د شونډو تنګ دى د نفرت لور كركې خپل ځان په نكاح چې كړ د بغض زېږوي به عنادونه ،داټرب ټول د پرينګ دى د زړګي پر كندهار مې د وصال ابادي پيل شوه جوړوي بيا ها تعمري يار ،د خورې مينې چې ړنګ دى د مني د هيلو ناوې خداى خرب كله سينګار يش Download from: ketabton.com 229 خو د خيال په بسرته كې ال اوس پروت پر رسه پالنګ دى. ګالب د ژوند په دې ستړې سفر كې ځان ته الره ګورم حساس وګړى يم په كاڼو كې هنداره ګورم زما تر خپل ځان ،زما بخت راته بېبخته ښكاري ځكه تر ځان چې همېشه دى ناكراره ګورم څړييك دردونه عبث مه كوه بېوسه ميه نه شته دارو ،ملهم ،مايوس در ته پرهاره ګورم خري دى ساقي كه نه وي جام په لپو راكړه رشاب زه خامري نه تر نوبت او نه تر واره ګورم تياره تقدير د هجر شپې ته رسوىل ميه چې د همت په سرتګو اوس درته سهاره! ګورم بې قدره وخت دومره نا پوه كړمه مني ځوانيمرګ چې د ګالب ګل په ګلونو كې بې خاره ګورم. Download from: ketabton.com 230 ښاېسته کندهار ډېر -ډېر يادومه په پښتو كې سليامن ماكو سابزي د تذكره ليكنې ډبره له نن څخه څه له پاسه اووه سوه كاله وړاندې د كندهار په ارغسان سيمه كې كېښوده او د پښتو " تذكرۍ االولياء" كتاب يې وكيښ ،چې څو پاڼې يې ترالسه شوې دي تر ده وروسته څه كم درې سوه كاله وړاندې محمد هوتك د پټې خزانې په ليكلو رسه تذكره ليكنې ته وده وركړه. په شلمه پېړۍ كې ارواښاد عالمه عبدالحى حبيبي د تذكرۍ االولياء او پټې خزانې پر موندلو رسبېره د لومړي ټوك "پښتانه شعرا" په ليكلو رسه د معارصې تذكره ليكنې بنسټ كېښود. نيمه پېړۍ وړاندې ښاغيل مراد شينواري د (خيرب ادب) د تذكرې په ليكلو رسه د پښتو د سيمه ييزو تذكرو لړۍ را ونښلوله او بيا نو دومره تذكرې وليكل شوې چې له لسګونو څخه د سلګونو خانې ته ورسېدې او دا زرينه لړۍ ال روانه ده. د ګران صالح محمد صالح دا تذكره هم يوه سيمه ييزه تذكره ده ،چې د لوى كندهار د ځوان اديب نسل فكرونه او مخونه په موږ ګوري او د پنځوسو تنو په شاوخوا كې ځوان او ځوانفكره شاعران راپېژين. لوى كندهار يوه ځانګړې اديب حوزه ده ،چې له پخوا نه تر اوسه پورې خپلې ځانګړنې لري او دا ځانګړنې سايت او د اديب ځانګړنو ترڅنګ يې ژبنۍ ځانګړنې هم د پام وړ دي. دا تذكره موږ ته راښيي چې د هېواد په دې اغزنو او تاوجنو حاالتو كې هم اديب ګلونه راټوكېږي او د فكر وږمې خوروي ،خو ددوى اديب ګلونه ددې اغزنو او تاوجنو حاالتو داغونه او زخمونه هم په خپلو پاڼو كې لري او راتلونكو نسلونو ته يې ورلېږدوي. ګران صالح زيار ايستىل د خپل سلف "سليامن ماكو" غوندې چې د پښتونخوا په لتو ګرځېدىل و ،د لوى كندهار په لتو وګرځي ،سيمه په سيمه او كىل په كىل له ځوانو او تاندو شاعرانو رسه وګوري ،ددوى ژوندليك او ويناوې راغونډ كړي او دا دي اوس يې چې د پښو د سفر تڼاكې چاودلې دي ،نو دا اديب مرغلرې لړ كوي ،پېيي يې او ستاسو مخې ته يې ږدي. زه دده دا ښكىل او ګټور اثر د پښتو تذكره ليكنې په غېږ كې يوه ښه زياتونه ګڼم او ذوق و زيار يې ستايم. په مينه حبيب الله رفيع 1380ل كال _ پرسىل پېښور _ پښتونخوا Download from: ketabton.com